میرویس حوزوي روغتون کې یو شمیر ډاکټران د خلکو ستونزې مني او وایي، چې د طالبانو د حکومت نه پاملرنه او ناسم مدیریت د دې سبب شوی، ترڅو دغلته شته روغتيايي پرسونل او ناروغان دواړه له ستونزو سره مخامخ شي.
یو شمیر ناروغان او پایوازان بیا په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې د طالبانو پلویان او یا واسطه ولري.
د ننګرهار اوسیدونکی نعمت الله چې پلار یې په کوما حالت کې دی وایي، نن یې په تورخم کې دریمه ورځ پوره کیږي، خو لاهم پاکستان ته په تګ نه دی بریالی شوی.
ځایي اوسیدونکي وايي، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو نشت له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې د درملنې لپاره د کندهار ښار روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د کندهار خلک شکایت کوي چې دغلته د بې کیفیته درملو پلور زیات شوی او ان د ځینو مشهورو کمپنیو درمل هم په خراب کیفیت واردیږي چې د طالبانو مسوولو ادارو یې د مخنیوي په برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.
په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د تودو اوبو دغې چینې ته چې ځايي خلک او له لېرې پرتو سیمو ګڼ ناروغان د درملنې په موخه ورځي لاهم ورته د سړک اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان تورخم دروازه پرون (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) ماښام د هغو ناروغانو پرمخ تړلې چې د پاسپورټ او ویزې پرته به په نوبتي شکل دغه هیواد ته د درملنې په موخه ورتلل.
د معلوماتو له مخې شیرزاد، خوږیاڼي، دُرو بابا، ګوشته، دره نور، لعلپوره او مومندره هغه ولسوالۍ دي چې اوسیدونکي یې له کمزوري روغتیایي خدماتو او یا هم له نشتون شکایت کوي.
یو ناروغ وایي، له یوې خوا سخته ګرمي او له بلخوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.