انس حقاني وویل: مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي
هرکله چې په دې اړه له شریعت او افغانی دود او کلتور سره سم د ښوونځیو لباس جوړښت طراحی، یوه جامع طرحه جوړه شوه او دطالبانو مشرتابه حکم وشي بیا به منځني ښوونځي او لیسې پرانستل شي.
عالمان وايي، د طالبانو حکومت دې په هغو سيمو کې هم انجونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، کوم چې د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال له تعليم کولو بې برخې وې.