فرید خان زیاته کړه: «پولیسو تیره ورځ د ښار په اوومه ناحیه عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.»
نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پيل شوي، خو اندېښنې دا دي، چې لا هم دغه خبرې له ستونزو سره مخ دي.
د ښاغلي ساپي په وینا، تېر کال د ننګرهار د جلغوزیو حاصلات ۴۵۵ ټنه و او سږ کال بیا له ۶۲۷ ټنو زیات حاصلات راټول شوي دي.
فرید خان وایې، د یادو وسلو د لېږد په تور دوه تنه نیول شوي هم دي. فرید خان زیاته کړه: «پولیسو مومندرې ولسوالۍ کې په یو ټېلر موټر کې ۵۲ میله توفنګچې او نور مهمات ترلاسه کړي.»
د سرچینې په وینا، دغو چورلکو د جګړې له سیمې د حصارک ولسوال په ګډون ځینې ځواکونه او پرسونل لېږدول، چې د پورته کېدو پر مهال یې یو بل سره ټکر کړی او پرېوتې دي.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپي شوي دي.
افغانان خو د تیرو څو لسیزو بي ثباتیو او ناامنیو له کبله نه دي توانیدلې په خپله خپلې اوبه مدیریت کړي او کابو ۸۰ سلنه اوبه یې له حساب او کتاب پرته ګاونډیو ته بهیږي
فرید خان زیاته کړه:« پولیسو د چپرهار په شولانې سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ځانمرګي واسکټ په ګدون ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي.»
نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»
سبحاني زیاته کړه: «په یو شمیر ولسوالیو کې دسرو املوکو باغونه جوړ شوي، چې سږکال یې ښه حاصل ورکړی او هیله مندي دا ده، چې دا به راتلونکي کال نور هم زیات شي.» د کرنې ادارې مسوولین وايي، سږکال به بزګرانو سره د پنځه ډوله سرو املوکو باغونو جوړولو کې همکاري وکړي.