د ایران فارس خبري اژانس، چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ساعت وړاندې د هیرمند شهرستان/ ولسوالۍ د «شغالک» په سیمه کې د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې
د نيمروز ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبيب الله الهام وايي، چې د ورېښمو لاره د نيمروز د ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې د ترانزیټ او مسافرو پرمخ خلاصه شوه.
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د یو فیلډر موټر د اوښتو له امله یوه میرمن مړه شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په ايران کې د ایرنا خبرې آژانس ديوه ايراني پوله ساتي سرتيرې تصوير خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې ياد سرتيری د سه شنبې په ورځ مازديګر د افغان خاورې څخه د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
نیمروز کې د طالبانو د ولايت مقام استازی ملامحمد جمعه طیب وایي، چې يادي مرستې يې د ښار پر ۱۷۰ تنه سوالګرو د ولايت مقام په هدايت او لارښوونه ويشلي دي. هغه وايي هر یوه سوالګر ته یې ۵ زره نغدې افغانۍ ورکړي دي.
نصرت زیاته کړه، چې په دغو کډوالو کې ۷۴ جبري کورنۍ، ۵۲ دواطلبې کورنۍ، ۲۸۸ اجباري او ۱۹۵ کسان په خپله خوښه راغلي دي.
د نيمروز ولايت له پاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بهرام حقمل نن ( پنجشنبه، ۲۳ د چنګاښ) خبر ورکړی چې دغه کس د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې په «سیاه چشمانو» سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.
نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حبیب الله الهام وايي، چې نن سهار (شنبه، ۱۱ د چنګاښ) د نيمروز د مرکز زرنج اوکنګ د لويې لارې په اوږدو کې يو موټر له درېيو مسافرو سره له سړک څخه اوښتی چې له امله يې يو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صديق الله نصرت وايي، د چین هیواد لخوا مرسته شوې وریجې یې، بې وزلو کونډو یتیمانو او د شهیدانو کورنیو ته ویشلي دي.
د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریس مفتي حبیب الله الهام اطلاعات روز ته ددغه خبر د تایید تر څنګ وویل چې تر څیړنو وروسته به ثابته شي چې نیول شوي کسان یې په کوم کوم جرمونو نیولې دي