صدیقي وایي، په ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د دې سېلابونو له وجې په افغانستان کې ۳۵ تنه مړه شوي او ۴۷ نور ژوبل شوي دي.
د هلمند لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوه نشر کړي راپور کې ويلي چې د وروستیو بارانونو او تندر د را لویدلو له امله یو تن په باباجي او یو تن په مارجې کې مړه شوي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ يو بل باغ لرونکي ميراجان اکا اطلاعات روز ته وویل، چې د انګورو پر حاصلاتو يې بارانونه شوي او ټول حاصلات يې ور خراب کړي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایې چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه کسان مړه او ١٠ نور ټپیان شوي دي.
طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت له اعلاميې سره سم، دې سېلابونو د ۲۳ ولايتونو اوسېدونکو ته زيان رسولی او ۶۰۰ څاروي يې تلف کړي او يو زر او ۲۳۵ کورونه يې ويجاړ کړي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت د وزارت وياند ويلي چې د دې سېلابونو له امله ۶۰۶ کورونه، يو زر او ۹۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه او ۸۵ کيلوميټره سړک ويجاړ شوی دی.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نیک محمد اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، ۲ د زمري) د زیاتو ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله په زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه او د خلکو کورونه ړنګ شوي دي.