ننګرهار کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د نظامي بندیانو کورنۍ لسګونه غړو نن (پنج شنبه، ۷ د کب) د یوې اعتراضیه راټولیدنې پر مهال د حکومت په زندانانو کې د افغان سرتېرو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي غني کابل ته د عمران خان دغه سفر تاریخي یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د یو رغوونکي، تعاملي او پراخه سیاست منل، د غوره راتلونکي لار ده.
ولسمشر غني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخه اصلاحاتو پر پلي کیدو ټينګار وکړ او له ولسونو سره یې ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، بریښنا، ترانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.
ارګ نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې ولسمشر اشرف غني له غرمې وړاندې د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو سره خبرو کې ویلي، چې د هغوی اتلولي نه هېروي.
ولسمشر غني نن (شنبه، ۹ د کب) د سرتېرو ورځې په پار ملي دفاع وزارت کې جوړې شوې غونډې ته وویل، اوسمهال له جنګ وراخوا د واک خبره ده او د دې واک د ترلاسه کولو حللاره یوه سیاسي هوکړه ده.
دا کارکوونکي دوه وړاندیزونه لري، یوه دا چې دوی باید لکه د پخوانیو کارکوونکو په څېر د مخکنیو امتیازاتو په خوندیتوب یو کال لپاره یې ملاتړ وشي.
د دې هندي ورځپاڼې د افشاکولو یا لوڅونې پر بنسټ او له هغې وروسته چې کوم راپورونه په افغاني رسنیو کې خپاره شول، ویل کیږي چې د چینایانو دغه ډله له حقاني شبکې سره په اړیکه کې ول. دغې رسنۍ ادعا کړې وه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې، دا جاسوسان کابل کې نیول شوي و.
د خبرپاڼې په وینا: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار جلال اباد ښار ته ورسېد.»
ولسمشر ویلي، نن افغانستان لپاره د روغتیا تاریخ کې یو نوی څپرکی دی. نوموړي د کابینې غړو ته لارښوونه کړې چې: «تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.»
ولسمشر اشرف غني چې نن (شنبه، ۲۳ د زمري) یې د هېواد د روان وضعیت په اړه د ارګ له فیسبوکپاڼې پیغام خپور شو، وویل چې افغانستان د تپلشوې جګړې له امله د بېثباتۍ له «جدي» ګواښ سره مخ دی.