د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې کارمنانو معاشونو د جدول له مخې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم بورډ رییس او مرستیالانو لپاره له ۴۱۰ زره تر ۶۳۵ زره افغانیو پورې معاش پام کې نیول شوی دی. دغه راز د بورډ غړیو لپاره له ۲۷۰ زره تر ۴۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو میاشتني معاش تعین شوی دی.
اجمل احمدي په ښکاره توګه د افغانستان قوانینو ته احترام نه لري. هغه د افغانستان بانک د قانون خلاف کار کوي. د افغانستان بانک د قانون مطابق عامل پلاوی د بانک ټولې چارې مخته بیايي. خو هغه د شپږو میاشتو په تیریدو لا عامل پلاوی نه دی جوړ کړی او په انحصاري او غیر قانوني توګه د بانک چارې په لاس کې لري.
میررحمان رحماني نن (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) دغه دنده یادو کمېسیونونو ته وسپارله او زیاته یې کړه، چې د ولسي جرګې تالار له تصویب وروسته به یې حکومت سره شریکه کړي.
سږ کال د بودجې مسودې برابرول او د تصویب لړۍ یې د هغې نامتوازنوالي او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ له هغې سره د «سیاسي، سلیقه اي او شخصي» چلند ادعا پر بنسټ جنجالونه راپورته کړي. تر اوسه چې له مالي کاله یوه میاشت تېره شوې، د بودجې سند یې لا تصویب شوی نه دی او بیا ځلي ولسي جرګې رد کړی دی.
جنسي لږه کي د کارموندنې برخه کې هم له سختو ستونزو تېریږي. ډیری له دوی د کار نه شتون له امله په کور ناستي وي او پر نورو تکیه وي.
No More Content