دې بنسټ وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره بودیجه پر ختمېدو ده او دا چاره د ميليونونو وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.
دې دفتر ليکلي: «شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له جدي کچې سره مخ دي، يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.»
ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاته شوې ده.
د سره صليب له خوا په خپره شوې ويډيو کې يو بل سړی بیا وايي، که مرسته ورسره ونه شي، ښايي خپله کورنۍ د لوږې له امله له لاسه ورکړي.
په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا ويلي، چې هيواد يې په تېرو کلونو کې د افغانستان د خلکو او د خوراک د نړيوال پروګرام قوي او دوامدار ملاتړی و.
بصیره وايي، چې د ژمې سړې شپې او ورځې يې د ژوند له ډېرو ابتدايي امکاناتو پرته تېرې کړې دي او د ژوند ټوله پانګه يې دوه – درې بالښتونه او يوه څيرې – څيرې خيمه ده.
مرستندویه ادارو څو وارې په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې وزلۍ د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د دوی په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی.
ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي:« موږ باید په ګډه له نا امیدۍ څخه امید او عمل ته حرکت وکړو او غذایی رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو.»
No More Content