د اوچا له راپور سره سم، افغانستان د نړۍ په هغو ۱۰ هيوادونو کې دی چې د وچکالۍ، توپان، واورې ښوييدنې او زلزلې په ګډون له سختې آب او هوا او طبيعي افتونو سره مخ دی.
کندهار کې يواځینۍ ولسوالۍ چې د غنمو ډوډۍ يې په ټول افغانستان کې مخصوص ځای او جلا خوند لري هغه د دامان ولسوالۍ ده. د نورو سيمو د غنمو په پرتله د دامان ولسوالۍ غنم ګران هم تماميږي، ځکه د خلکو په خبره چې دا غنم خوږوالی لري او غاز داره دي.