دوی د يادو کسانو د وژنې په غبرګون کې د هغوی مړي ولايت مقام ته راوړي و او د احتجاج په ډول يې د څو ساعتونو لپاره يې د ګردېز ــ کابل لويه لاره هم تړلې وه.
جمعه زاده وايي، چې ټپيان د غزني ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
ښاغلی دولتزی وایې، په یادو بریدونو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور تپیان شوي دي. دولتزی زیاتوي: «د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو د وسله والو طالبانو د مهمو غړو په ګډون ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.»
په همدې حال کې د کندهار عامې روغتیا مشر طاووس نادري اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه یو وژل شوی او ۳۶ ټپيان د یادې پېښې له ځایه د میوند ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر لاسه شوي يو تصوير کې ښکاري، چې له وژل شويو کسانو سره يو ليک هم غورځول شوی، چې پکې ليکل شوي: «څوک چې پردۍ ښځې اختطافوي، په داسې حال کې چې هغه مېړه هم ولري، دا به يې انجام وي.»
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تیرو څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.