د کندهار صنعتي پارک کې د امکاناتو نشت او د بنسټیزو خدماتو کموالي یو شمېر پانګوالو اړ کړي چې خپلې...
خوستي پانګوال وايي، په تېر نظام کې امنيتي ستونزې او اوس یې پر وړاندې لوړه مالیه لوی خنډونه دي او نه شي کولای چې د طالبانو له خوا ټاکل شوې ماليه پرېکړي.
سوداګر د طالبانو حکومت د دوی د سر او مال خوندیتوب په برخه کې د طالبانو حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، د طالبانو په رژیم کې د ډاډمن امنیت هېله ناسمه ثابته شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین اطلاعات روز ته وایي، چې له راتلونکي د روښانه انځور نه شتون او د ناامنیو دوام، له وړو تر منځنیو او لوړو پانګې اغېزمنې کړې دي. د دې مسوولینو په وینا جنګ او ناامني په کوچنیو پانګونو کې د رکود زیاتوالي او له افغانستانه د پانګې وتو لامل شوي دي. دغه راز د منځنۍ کچې پانګوال هم اغېزمن او زیان یې لیدلی دی.
پکتیکا کې ټولې کارخونې په ډيزلي برېښنا چليږي، د دغه ولايت صنعت کاران وايي، که شرايط ورته برابر شي نور سوداګر او صنعتکاران هم کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې توليدي فابريکې فعاله کړي.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، دغه ودانۍ د «بي بي عادلې» په نوم ښوونځي ته د همايون بهادر نومي شخص له خوا جوړه شوې، چې په وينا يې ۸ درسي خونې، يوه اداره، په لمريزې برښنا سمبال څاه، دفتر وسايل او نور اړين توکي ورته پېرل شوي دي.
پانګوال نور احمد وايي، د بریښنا زیاتې پرچاوي، لوړې مالیې او د مناسب ځای نشتون برخې کې د شته ستونزو ډېرېدو له امله نه یوازې په دې ولایت کې نوره پانګونه نه دی شوې بلکې ځېنې فعاله تولیدي فابریکو هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.