پاکستاني طالبانو د پاکستان دولت پر وړاندې د يوې واحدې جبهې پر را منځته کولو بريالی ښکاري او تر اوسه يې ګڼې ډلې له ځان سره يو ځای کړي او د بلوڅو سيمو ته ورتګ د دې ډلې په تاريخ کې نوی باب دی
راپور زياتوي چې د ټي ټي پي پراخېدونکی تاوتريخوالی «د دې ډلې سياسي او مادي وده ښيي، سياسي جوړښت يې قوي شوی او خپل جنګيالي، ځانمرګي، وسلې او مهمات زياتوي».
ټي ټي پي په حقيقت کې د القاعدې او طالبانو له جهاد څخه را زېږېدلی يو غورځنګ دی او په تېرو کلونو کې ټي ټي پي له افغان طالبانو سره اوږه پر اوږه د جمهوريت او بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کړې.
د پاکستاني طالبانو مشران د «مشورې لپاره» د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ته روان وو، چې موټر يې د سړک غاړې پر ماين برابر شوی دی.
له پکتيکا امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښته پرون (چهارشنبه، ۱ د غویي) ماښام مهال رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په وژل شويو وسله والو طالبانو کې پاکستاني جنګيالي هم شامل دي.
د عبدالغني برادر د دفتر په خبرپاڼه کې د ده له قوله ویل شوي: «اړينه ده چې سوداګريز او اقتصادي مسايل له سياسي او امنيتي مسايلو بېل کړو تر څو د سياست ښکار نه شي.»
تر دې غونډې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير يوه خصوصي خبري اژانس ته ويلي چې شونې ده د پېښور د بريد طراحان په افغانستان کې وي او دولت بايد دا موضوع له ګاونډي هيواد سره شريکه کړي.
د پاکستاني طالبانو او د دې هيواد د حکومت تر منځ اوربند د نوامبر په مياشت کې پای ته ورسېد او په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د بريدونو يوه څپه شروع شوه.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پاکستاني پوځیانو وژل کیدو په اړه خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي، چې د خپلو سرتېرو غچ به اخلي.