په خوست ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې اسدالله د مرکز اړوند «ډاب» کلي اوسېدونکی دی او په جمهوري نظام کې یې دغلته د میشت افغان پوځ د کشف آمر په حیث دنده ترسره کوله.
د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د انعام الحق په نامه وژل شوی کس اوس مهال هم د کونړ په امنیې قومندانۍ کې دنده درلوده.
د افغانستان د پوځ یوه پخواني افسر سيګار ته ويلي، چې طالبان د پخوانيو نظاميانو کورونه پلټي او که هغه کس پيدا نه کړي، نو د کورنۍ غړي يې تعقیبوي.
د پخواني حکومت د يوه افسر ښځه چې اوس مهال د غور ولايت د فيروزکوه ښار په يوه ګوښه کې له خپلو پنځو کم عمره لوڼو سره ژوند کوي، هم د خپل ژوند له بده حالته شکايت لري.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته سيد خداداد د دره صوف ولسوالي د ډبرو سکرو په کان کې کار کاوه.
تېره اونۍ طالبانو د پکتیکا د بکخیل ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قومندان بدرالدین مشهور په «بدو» خوست ولایت کې ونیوه او وروسته په هغه تور پورې شو چې نوموړی له «مقامت جبهې» سره د مالي مسوول په توګه کار کاوه.
سرچينې زياتوي چې طالبانو بدر الدين حيدري له «مقاومت جبهې» سره په همکارۍ تورن کړی دی او ويلي يې دي چې ده د دې جبهې افرادو ته پيسې لېږلې.
د ملي امنيت پخواني رييس په دې مناسبت د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې د کب نهمه د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د هغو د سرښندنو او زړورتيا د يادولو ورځ ده.
یوې سرچینې وویل، چې په نيول شویو کسانو کې د هلمند پخوانی مرستيال والي بشيراحمد شاکر د امنيتي پوستو قومندانان زقوم بانديز، مامور سلطان محمد، حکمت الله داوري او الله نظر هم شامل دي.