د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې له خنډونو او جدي بنديزونو سره مخ دي، نه يوازي دا چې د کار کولو اجازه ترې اخيستل شوې، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ هم بنديز لګېدلی.
مولوي عبد الحميد له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټینګې کړي.
ډېکر ليکلي، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه د پوهنتونونو او ښوونځيو د «ژر» خلاصون په اړه د دې ډلې ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي. د دې په وينا، کله چې نجونې په کانکور کې ګډون نشي کولای، څرنګه به پوهنتون ته ځي.
د ښځو پر ليکه پوهنتون اوس مهال په کادري او اداري برخه کې ۷۵ تنه کارمندان لري. تر ۳۰ زيات د افغانستان د پوهنتونونو استادان دي او په مسلکي او اداري برخه کې تر ۴۰ زيات کارمندان دي.
د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو ډيپلوماټيک ماموريت ويلي، چې د دې ورځې په وياړ د افغان نجونو د روباټيک ټيم حيرانوونکي کار او فعاليت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په دې سوداګريز مارکېټ کې هغې نجونو ته هم د ښځينه خياطۍ، نجارۍ او سینګار زده کړې او کار کولو زمينه برابره وه چې د طالبانو راتګ سره له زده کړو بې برخې شوې وې.
دې سفارت پر خپله ټويټر پاڼه له طالبانو غوښتي، چې د خپلې دې پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او ښځو او نجونو ته دې زدکړييز فرصتونه برابر کړي.
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د درېيم کاله محصله پريسا رحمتي يوه له هغو نجونو ده چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند کې په رواني اختلالاتو اخته شوې.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان پوهنتون موسس پلاوي د پوهنتون د پلور پرېکړه کړې او که ونه پلورل شي چارې ځنډوي. له همدې کبله د ۱۴۰۲ کال د پسرلني سمسټر له پېله به فعاليت ونه لري.»
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د افغانستان ۸۰ سلنه ښځې او نجونې چې د ښوونځي د عمر دي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز له وجې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.