د لغمان اوسیدونکی منیژه هم د طالبانو وروستۍ پرېکړې غیر مسوولانه، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې بولي.
د بشر حقونو د څار په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ د ډسمبر د ۲۴مې پر مهال، په غير دولتي داخلي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بنديز له وجې د ښځو ژوند په جدي توګه زيانمن شوی دی، ځکه د ویش او څار په پروسو کې د ښځو د نه ګډون له امله ناشونې شوې ده چې معلومه شي ښځو ته مرستې رسېږي او که نه.
دوی په دې اعلاميه کې د نړۍ له ټولو هيوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم دې، د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو د بنديزونو د ختمولو لپاره له خپله نفوذه کار واخلي.
د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي، چې مسلمانو اصیلو او بالغو ښځو لپاره د « شرعي حجاب رعایت» کول فرض او ضروري دي او چادري د «حجاب» ترټولو بهترین ډول دی.
د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې ياده پرېکړه د طالبانو د امر بالمعروف او عامې روغتيا رياست مسوولینو د يوې ګډې ناستې په ترڅ کې کړې ده.
ډيکر ليکلي: «موږ هره ورځ له دې بنديزونو سره خپل مخالفت ښيو. زه غواړم چې د افغانستان خلګ پوه شي چې په دې لار کې يوازې نه دي او موږ به هيڅکله هم د بدلون راوستلو لپاره له خپلو هڅو پر شا نشو.»
طالبان چې هر جنايت کوي، هغه ته ديني رنګ ورکوي. طالبان د هر حکم په ورکړې سره د هغه لپاره ديني دلايل را پيدا کوي او بيا – بيا يې ويلي دي چې د خدای او رسول د قانون پلي کولو لپاره مبارزه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (يوناما) په یوې خپره کړې اعلاميه کې ليکلي، چې اوتنبایوا دا غوښتنه په ترکمنستان کې د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو له ځانګړو استازو سره د ليدنې پر مهال مطرح کړې ده.
که د طالبانو او ملايانو ادبيات ولوستل شي، د دوی خبرې واورېدل شي او د دوی فرمانونه ولوستل شي، په دې ټولو کې دوی د ښځې په اړه يو مشترک روايت لري
هغه دا دی چې د دوی لپاره ښځه د فحشا سرچينه ده.