د طالبانو کسانو پنجشېر کې خلکو ته ګواښ کړی چې د دوی له مخالفو نظامي جبهو سره هر ډول همکاري او د هغو ملاتړ د «اسلامي نظام» پر خلاف «بغاوت» دی او وبه ځپل شي.
له دې ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې طالبانو سږ کال د سيمې اصلي اوسېدونکي د غرونو په لمنو کې له خپلو کليو يا هم د اوړي له مېنو کډه کړي دي.
په پنجشېر کې يوه بل ديني عالم هم په دې غونډه کې ويلي، چې په اسلامي نظام کې بايد ټول خلک او قومونه شريک وي او اسلامي عدالت هم بايد پلي شي.
سرچينې وايي، چې طالبانو خداداد له دې کبله نيولی چې په تېر حکومت کې نظامي و او اوس يې د پنجشير مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.
د سرچینې په خبره، دغه دوه ځوانان هغه مهال په لار کې نیول شوي، چې په ډینا ډوله سوزکي موټر کې د رخې ولسوالۍ حصارک ته روان وو، چې خپلې غواګانې له غره راښکته کړي.
د سرچينو په وينا، کوم کس چې د طالبانو د پوستو جوړولو قرارداد یې اخيستی و، کارګرو ته يې ويلي چې تاوان يې کړی او پيسې نه لري چې دوی ته يې ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار ويلي، چې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د جنګي جناياتو لړليک او د نورو نړيوالو بشري حقونو د نقض موارد پراخ دي.
له پنجشېر ولايت څخه سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې د دې ځوان نوم «الياس» و او په پنجشېر کې طالبانو ته د نږدې کس مولوي مسيح الله خوریی و.
د دې ځوان کورنۍ وايي چې ده له هيڅ ډلې او د طالبانو له مخالفې جبهې سره تړاو نه درلود؛ خو معلومه نه ده چې دی ولې طالبانو وژلی دی.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.