په ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مرستيال مولوي فتخ خان وايي چې د واکسين د ښه تطبیق په موخه يې له وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره اچولي ترڅو خلک خپل ماشومان واکسین کړي.
د پکتیکا ولایت په هغو ولسوالیو کې د طالبانو د روغتیا ریاست له لوري د پولیو واکسین ورکړه پیل شوې، چې پخوا به په کې حرام بلل کېده او روغتیا پالانو ته یې اجازه نه ورکوله، چې ماشومانو ته واکسین ورکړي.