د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له اختر وروسته په تېرو دوو ورځو کې ګڼې داسې پېښې شوي چې طالبانو په موټرو کې د موسیقۍ غږولو له امله ځوانان ښکته کړي او په مرګوني حالت یې ډبولي دي.
د یو خصوصي معاینه خونې ډاکټر میرویس بیا د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدل د خلکو بېغوري په ګوته کوي او وايي، په اطرافي سیمو کې د ولادت پر وخت ښځو ته خپلسري درمل هم ورکول کیږي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو له امنیه قومندانۍ څخه نن (پنج شنبه، ۲۶ د غبرګولي) په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر دوو زده کوونکو ډزې شوي یو وژل شوی او بل ټپي دی.
په یادو پروژو کې د عاجلو نارغانو د درملنې لپاره بېړنۍ خونې، فرعي کلینکونه او ځینې نورې پروژې شاملې دي، چې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
که څه هم د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین په ځینو سیمو کې د طبي کېټونو د ویش خبره کوي، خو د مرکز ګردېز ځینې اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې دوی ته ورکړل شوي روغتیايي درمل او صابون له وخت تېر شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي چې پکتیا کې د عبدالجبار په نوم یو کس د ټوپک پاکولو پر مهال په تېروتنې سره په خپل ځان ډزې کړې او روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه ورکړې ده.
د نېزې وهلو لوبې یو تن لوبغاړي اطلاعات روز ته وویل: « د نېزې وهلو لوبه اوس هم داسې حالت ته نه ده راګرځېدلې چې د ورزش د ریاست پام را واړوي. تاسو باور وکړئ چې زه په ډېرو کمو امکاناتو خپل اس ساتم او روزنه یې کوم.»
ياده پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د دوو ترونو ترمنځ په ځمکه د کرل شويو جوارو د حاصلاتو له راټولو وروسته لومړی لفظي شخړه وشوه او وروسته یو راپورته شو او په بل یې ډزې وکړې.
د وژل شوي کس د کورنۍ غړي د نوموړي قاتلين د هغه د تره زامن او تره ياد کړي چې وروسته يې د قومي پریکړې له مخې د دغه تورن کس کور ته ځايي خلکو اور اچولی او په بشپړه توګه يې سوځولی دی.
ځينې سرچينې وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو د غړو تر شکنجې لاندې مړ شوى او پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېږي؛ خو په ورته وخت کې نورو سرچینو د نوموړي د وژنې لامل ځان وژنه بللې ده.