د پاکستاني خبریالانو د معلوماتو له مخې افغان لوري ته دا لاره په داسې مهال تړل کیږي چې په کرمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني قومونو ترمنځ په رامنځته شوې وسله واله نښته کې دواړو غاړو ته تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، یادو کسانو د زرمت په بېلابېلو سیمو کې د غلا په څو قضیو کې لاس درلود او تر نیول کېدو وروسته یې په کړي جرم اعتراف هم کړی دی.
اطلاعات روز: په پکتیا او خوست ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۷ د چنګاښ) د نامعلومو...
د پکتیا یو اوسېدونکی نور جمال بیا وايي، چې د ساري ناروغیو لپاره دې د کرونا روغتون پر ځای یو بل ځای جوړ شوی وای، د هغه په خبره چې پکتیا کې کرونا ته ورته ډېر کسان اوس په ناروغیو اخته شوي او په ځانګړي شوي ځای کې درملنې ته اړتیا لري.
د پکتیا پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو زده کړیالانو د طالبانو د لوړو زده کړو له وزیر غوښتنه وکړه چې په پکتیا پوهنتون کې نیمګړې پروژې بشپړې او د عملي زده کړو برخه کې دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه ډېر والی راغلی دی.
د اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي د لارې خرابوالی، مخابراتي ستونزې او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې هغه څه بولي چې د سیلانیانو تفریحي پروګرامونه یې پېکه کړي دي.
یوې سرچینې وویل، چې دغه نجلۍ د ټپي کېدو پر مهال خلکو ځايي روغتیاپالانو او کلیوالي ملایانو ته هم وړې وه، خو ملایانو یې د اندامونو د خوځېدو لامل خدای ته د هغې د نږدېوالي په مانا بللې ده.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعام الله صلاح الدین د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دغه کان یو ټن استخراج قراردادي شرکت ته په ۲۴۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوی
د سرچينې په حواله چې نن ورځ افغان خاورې ته بندو پاکستاني بار وړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه، خو وروسته يې دا لاره د هر ډول تګ-راتګ پر مخ وتړله.