د پټان ولسوالۍ قومي مشر ملک ظفر وايي، چې په دغه تړون کې د پېغلې جنۍ ولور څلور سوه زره افغانۍ ټاکل شوی او په خبره یې چې دې ته ورته د ځينو نورو ناوړه دودونو مخنيوي هم شوی دی.
د پکتيا په حوزوي روغتون کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط تېره ورځ ناوخته(سې شنبه،۲۰، د ثور) اطلاعات روز ته وويل، چې دوی ته د پېښې له ځايه يو جسد او دوه ټپيان چې روغتيايي حالت يې نازک و ور وړل شوي دي.
پکتیا کې د طالبانو امنیت امر وایي، اوس مهال په ټوله پکتیا کې الحمدالله هیڅ داسې کومه وېره نه لرو، چې له کوم ځایه دې د پکتیا امنیت ګډوډ شي، خو د دې لپاره چې په راتلونکي کې ځینې مخالفین د خرابېدو هڅه وکړي، د همدغو پوستو له لارې به یې مخه نیول کیږي.»
د پکتيا ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند عمر بدري نن (سهشنبه، ۶ د غویي) اطلاعات روز ته وويل، چې ياد دوه وروڼه د پخوانۍ شخصي دوښمنۍ له امله وژل شوي دي.
د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د هغو ۱۷۱ څارويو د قاچاق مخه نيولې، چې له کندهار ولايت څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې په ناقانونه ډول يې د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته قاچاق کړي
د «کرزي» په نوم يو ۱۸ کلن ځوان چې د جانیخیلو ولسوالۍ اړوند «هستي» کلي اوسیدونکی و نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې يې په داسې حالت کې جسد موندل شوی، چې په برښنايي تختو پورې ځوړند و.
د کوچني اختر په موخه په تفریحي سفر له لېرې پرتو ولایتونو سپینې شګې سیمې ته ورغلي سیلانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دغه سیمه په ملي پارک ونوموي.
د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین بیا وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړې او یا یې هم د ځینو چارې روانې دي.
له دې پارک څخه زموږ موخه او په دې ځای کې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو مصرف دا دی، چې هم ولس ته د ارامه ژوند زمینه برابره شي او بل ترڅنګ به نور پانګوال هم وهڅیږي، چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.»
پکتیا کې د سوارلۍ یو تن موټر چلوونکي رحمت الله اطلاعات روز ته په دغه ولایت کې د کرایو نه ټیټوالي لامل د ښاروالۍ له لوري تېلو ته د منظمې نرخ نامې نه ټاکل او د سورلۍ کموالی بولي.