په دغه ولسوالۍ کې يوې ځایي سرچېنې اطلاعات روز ته وويل، چې د نصرت الله په نوم دغه ځوان تېره شپه (شنبه، ۲ د تلې) ۹:۰۰ بجې د چنارتو ولسوالۍ د «پاتان» په سيمه کې ځان زندۍ کړی دی.
په ورته وخت کې یوه سرچینه بیا وايي، چې ۳۳ کلن احمدالله ځکه ځان وژنه کړې چې پلار یې بې وزله و او ده ته يې د کوژدې کولو توان نه درلود.
تېره شپه (شنبه، ۲۸ د لړم) د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند «سروخېلو» سیمه کې د «حلیم الله» په نوم یو ۲۸ کلن ځوان په خپل کور کې ځان په ټوپک ویشلی دی.
روانپوهان وايي، چې کله افراد په ذهني توګه په عادي حالت او هغه وضعيت کې نه وي چې دوی يې تمه لري، نو د ځان وژنې انګېزه ورته پيدا کېږي.
د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تاییدوي، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
خاص ارزګان کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه کس عبدالنافې نومیده او تېره ورځ یې د دې ولسوالۍ د متکزي اړوند «عشر» سیمه کې ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.
د چنارتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر حافظ صاحب وايي، د حکمت الله په نوم یوه تنکي ځوان نن د یادې ولسوالۍ په «پاتان» سیمه کې خپل ځان زندی کړی دی.
د جوزجان ولايت د خانقاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قومندان د دې ځوان ځانوژنه تاييدوي او وايي چې نوموړي رواني ناروغۍ درلوده او خپل ځان يې د سولر په پايې پورې ځړولی دی.
د ځان وژنې دویمه پېښه په باغکې سيمه کې رامنځته شوې. هلته هم يو کس ځان وژنه کړې، خو د لامل په اړه يې تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي. طالبان هم په دولتزيو سيمه کې د رامنځته شوې پېښې پخلی کوي.
دغه ځوان لالی نومیږي، د کورنۍ غړي یې وايي، نوموړي دوه دېرش کاله عمر درلود او تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د تلې) ۱۱:۰۰ بجې یې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.