اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي وسله واله شخړه شوې چې...
د کوچني اختر په موخه په تفریحي سفر له لېرې پرتو ولایتونو سپینې شګې سیمې ته ورغلي سیلانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دغه سیمه په ملي پارک ونوموي.
د نوموړي په وینا چې د نورو ستونزو ترڅنګ په همدې لاره ډېری وخت وخیم ناروغان ګردېز ته له رسېدو وړاندې ساه ورکوي.
ځايي خلک وايي، پخوا د ګاونډیو استخباراتو په اشاره په منډیر غرونو کې د جلغوزیو او نورو طبعي ونو له وهل کېدو وروسته به پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدې.
ځاځي اریوب ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، ځايي خلک یې په دې وروستیو کې د ناامنیو او وسله والو طالبانو د فعالیتونو په ډېرېدو اندېښمن دي او د شته ناسم امنیتي وضعیت د سمون غوښتنه کوي.
د یادې ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر ملک بهرام اطلاعات روز ته وویل، چې د ناامنیو لمن د اریوب بازار څنډو ته رارسېدلې او وخت نا وخت هلته په پرتو امنیتي پوستو جګړه ترسره کیږي.
ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له طبیعي ښکلا لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د منډیر غرونه یې په دنګو نښترونو...
له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د نورو سیمو ترڅنګ د «لر لېوني» په نوم له یو کوچني کلي شاوخوا ۱۰۰ ځوانانو خپل کورونه پریښي او په ناقانونه لارو بهر ته تللي دي.
ديني عالم مولوی جلال لدين په روغتيا برخه کې له اړونده بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ ملکي روغتون او کلينيکونو ته درمل او نور اړين مواد ولېږي.
د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالي ته د سيل لپاره پخوا د سيلانيانو ورتګ زيات و، په ځانګړي ډول په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د لرو سيمو او ولايتونو ګڼ ځوانان د دې سيمې د طبيعي ښکلا ليدو او سيمه ييزو خوړو لپاره به ورتلل، چې د دوی کاروبار به هم ورسره ښه و.
د روکیان لېسې امر عحب خان عابد وایي، که څه هم په افتخاري ډول ځینې کسان د ښوونکو په توګه ورسره کار کوي او د ښوونکو د کمښت ستونزه یې تر یوه بریده ورهواره کړې، خو د درسي خونو، احاطې او کتابونو کمښت یې د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.
په همدې حال کې بیا د دې لېسې زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکو او درسي موادو د کموالي ستونزه جدي بولي، د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، چې د روکیان ښوونځي ته د لس کلیو ماشومان د زده کړو لپاره راځي، خو په دې کې یې ډېر شمېر درسي کتابونه نه لري.