په دې وروستیو کې هیواد کې اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د اوبو کچې کمښت کرنه زیانمنه کړې او بزګران یې...
د کندوز ولايت له دښت ارچې ولسوالۍ څخه سرچينو د طالبانو غړي تورن کړي چې په «سلګونو» جريبه څړځايونه او د دې ولسوالۍ د خلکو هديره يې غصب کړې ده.
د آسمار ولسوالۍ کروند ګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې کروندو کې کرل شوي فصلونه وچ شوي، چې دې چارې له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
له کورنيو جګړو وړاندې په ګردېز کې د ځايي سيکانو لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو په ياد اړ و دوړ کې يې کورونه او شتمنۍ لوټ شوې او هغوی د سر د خونديتوب لپاره پلازمېنې کابل يا هند ته کډوال شوي دي.