کندهار کې د طالبانو د والي ویاند وایي، په دې چاودنې کې یو کوچی وژل شوی او دوه زامن یې چې يو شپږ او بل درې کاله عمر لري ژوبل شوي چې د طالبانو د امنيتي کسانو لخوا ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ايمرجنسي روغتون په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دې روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ نفر ور وړل شوي، خو دوو تنو له ور وړل کېدو سره سم ساه ورکړې ده.
بنټ ليکلي: «پر خبریالانو دا بريد په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ يو بل ګزار دی او د ملاتړ زياتوالی اړين دی.»
د دغه نوملړ له مخې مرتضی صمیمي، نجیب فریاد، فردین نوروزي، عزیز ابرام، خیبر ابراهیمي، وحید جلالي، سیرت نوري، جواد درویش، روح الله روحاني، حسیب الله عازم، منیر بهیر، سجاد موسوي، ناصر ظاهري، رسول سالک او عاطف ارین ټپیان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې تر ۱۰ زيات خبريالان ژوبل شوي دي. د ځينو خبريالانو وضعيت نازک ښودل شوی.
په خوست ولایت ځینې ځايي سرچینې دا پېښه د بې پیلوټه الوتګې هوايي برید یاد کړی او ویلي دي چې له نن سهار راهیسې په مندوزیو ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پروازونه کول.
د يوې سرچينې په وينا، دا چاودنه د يوې سرګلولې له امله را منځته شوې او هغه وخت چاودلې چې ماشومانو پرې لوبې کولې. د سرچينې په وينا، دغو ماشومانو د نارنجک سرګلوله دباندې پيدا کړې او کور ته يې راوړې وه.
نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف ګڼلی او ويلي يې دي چې دا پر خبريالانو «دوه ګونی» فشار دی.
په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري وايي، چې په دې چاودنه کې يو نفر وژل شوی او اته نور ژوبل دي. د ده په وينا، په ژوبلو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
د سرچينې په وينا، چې ځانمرګي بريدګر خپل ځان دويم پوړ کې د طالبانو د والي دفتر ته رسولی او خپلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې.