متقي وویل: «د پاکستان له وزیرانو هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه اچوي. خپل مشکلات دې خپل کور کې وګوري. موږ مشوره ورکوو چې د پیښور چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ.»
د امنيه قوماند ویاند عادل حیدر وايي دغه چاودنه نن (پنج شنبه، ۱۸ مرغومې) ماسپښین د خوست ښار لويديځ لور ته د مټه چينې په سيمه کې د پولیسو پر رینجر موټر پسې شوې.
نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف ګڼلی او ويلي يې دي چې دا پر خبريالانو «دوه ګونی» فشار دی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (پنجشنبه، ۲۳ د سلواغې) سهار نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند «رینګ روډ» سیمه کې د سړک غاړې ماین په لاسي کراچۍ چلوونکي چاودنه کړې، چې له امله یې یاده مرګ-ژوبله اووښتې.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې خپله پولیسو ته زیان نه دی اووښتی، بلکې په همدې ځای کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ښاغلي ارین په وینا، په دې چاودنه کې نوموړی او له دوو نورو همکارانو سره وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.
ښاغلي صالح د نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر فېسبوک خپور شوي مطلب کې ویلي، چې کابل کې پرون ورځ درې تنه په جنایي پېښو کې وژل شوي دي. د ده په وینا پولیسو دغه موضوع تر څېړنې لاندې نېولې ده.
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، چاودنه کې د احسان الله په نوم یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د عامه نظم دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
يوی امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل، په دې چاودنه کې د ملي اردو د يوه بريدمل په ګډون ۴ کسان وژل شوي او د ملي اردو يوه سرتېري په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یک شنبه، ۳۰لیندۍ) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد شار لومړۍ ناحیې اړوند امید اباد سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر ماین چاودنه شوې.