د دې دفتر په وينا، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د هغو کورنيو په پرتله چې نارينه يې سرپرستي کوي اقتصادي ټکانونه ويني او کم عايد لري.
د اوچا په وينا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال هم له ټولټال ۲۳.۷ ميليونه نفرو څخه چې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، ۵۲ سلنه يې ښځې او نجونې دي.
د بشري حقونو دې پاکستانۍ فعالې زياته کړې: «له همدې کبله بايد موږ د هغوی زړورتيا ومنو، ځکه هغوی يوازې د ځان لپاره جګړه نه کوي، بلکې په سيمه او تر دې هم ور هاخوا د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.»
تر غرمې وروسته د بلخ يوه ډېره سړه ورځ وه. اسدالله (مستعار) د مزار شريف ښار په يو دوکان کې...
له دې سره – سره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې کېدلای شي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکې وي.
اوچا ويلي، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ګډون لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو په افغانستان کې د خونديتوب بحران نور هم زيات کړی دی.
په بدخشان ولايت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد يونس جهادمل وويل، چې د دې سوداګريز مرکز د جوړولو موخه د بې سرپرسته او بې ځايه شويو ښځو لپاره کار پيدا کول دي.
يوه ښځه عذرا اميني وايي: «د هرې ورځې په تېرېدو زموږ پلور کم شوی دی. نندارتونونه هم کم جوړېږي. په ټوله کې فعاليتونه له رکود سره مخ دي. تر څو چې د ښځو د ملاتړ برنامې جوړې نشي، زموږ سوداګري به ختمه شي او زياتې ښځې به بېکاره شي.»
ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له لوري له خپل دې انساني حق څخه په سيسټماټيکه توګه محرومې شوې دي.
د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي چې د دې بنسټ ځينې ښځينه کارمندانې د خپلو کورونو ګټيالۍ دي او که کار ونه کړي له ستونزو سره مخ کېږي