نموړې له خطر سره د مخ مدافع وکيلانو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې د افغانستان محکمې منحل شوې دي، قاضيان او څارنوالان ګوښه شوي او مدافع وکيلان له خطر سره مخ دي.
زموږ په ټولنه کې ښځه د خپل ژوند په هر پړاو کې له يوې نوې ناخوالې سره مخ وي او په هر پړاو کې يې د ملکيت دعوه داران زياتېږي په ځانګړې توګه د يوې کونډې ښځې پر سر لانجه د پښتنو د بد دود يوه توره برخه ده.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورتیا جایزه یوې افغانې میرمنې ذاکرې حکمت ته ډالۍ کړې ده. دا جایزه هر کال د بشر حقونو فعالینو ته ورکول کېږي.
په جينوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي تاييد کړې چې د طالبانو بنديز «زموږ له دين سره په ټکر کې دی.»
دغو مېرمنو نن (سهشنبه، ۲۶ د زمري) کابل کې لاریون کړی. په هغه وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، دغه مېرمنې په یوه غږ له طالبانو ګڼې غوښتنې کوي.
د ۱۲ هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي ويلي چې ښځې په بشردوستانه چارو او اساسي اړتياوو کې مرکزي رول لري.
د هلمند ولايت عام اوسيدونکي هم د تړلیو ښوونځيو او ښوونيز مرکزونو پر وضعيت انديښمن دي او زياتوي چې نه غواړي ترڅو لورګانې يې له زده کړو څخه محرومې پاتې شي.
مک کال ويلي: «[زموږ] پيغام طالبانو ته دادی چې که غواړي په رسميت وپېژندل شي، نو له ښځو سره بايد د يوه قشر په توګه چلند وکړي نه د خپل ملکيت او شتمنۍ په توګه.»
جمعه زاده وايي، چې ټپيان د غزني ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
ګوتریش ويلي، چې د ښځو او نجونو د شړلو او چوپولو لپاره دا اقدامات، د افغانستان د خلکو ځور او کړاو دوامداره کوي.