په بدخشان ولايت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد يونس جهادمل وويل، چې د دې سوداګريز مرکز د جوړولو موخه د بې سرپرسته او بې ځايه شويو ښځو لپاره کار پيدا کول دي.
د بشر حقونو د څار د ښځينه څانګې مرستيالې هيدر بار ښاغلي سينيرلي اوغلو ته په يوه ليک کې ليکلي، چې «اوس مهال د افغانستان وضعيت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ دی».
د پخواني دولت د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې ويلي، چې د افغانستان ښځې د اسلامي لارښوونو او بنسټيزو انساني حقونو له مخې خپل حقونه غواړي.
فايق پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي: «د ښځو درناوی او د ناموس ساتنه د افغانستان د خلکو د کلتور همېشنۍ برخه او د اسلامي دين له ارزښتونو او اوامرو څخه ده او په هيڅ واکمنۍ کې دا درناوی او کلتور نه دی نقض شوی.»
د طالبانو مشر ويلي، چې د افغانستان وګړي بايد دا اصلاحي اقدامات تر هر څه مهم وګڼي ځکه د دين او شريعت د اصولو په رڼا کې د دنيوي او اخروي ژوند د نېکمرغۍ تضمين کېږي.
د لغمان اوسیدونکی منیژه هم د طالبانو وروستۍ پرېکړې غیر مسوولانه، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې بولي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې دا فرمان د ښځو د «عزت او عفت د خونديتوب» لپاره ورکړل شوی دی.
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د دوامدارې سولې لپاره اړین دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او همدا راز له «شرعي محرم» پرته له تګ – رااتګ څخه هم منع شوې دي.
کندهار کې یو شمیر سوالګر اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.