د دغه مرکز یو زده کوونکی وايي، چې د چاودنې پر مهال په ټولګي کې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي موجود وو او چاودنه په لومړي کتار د نجونو په منځ کې شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دا ډله په دې اړه څېړنه کوي، چې بریدګر څوک و او چا د شیخ رحیم الله مدرسې ته راوستی و.
په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى نوملړ ښيي چې ٢٢ ټپیان د پل سوخته یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو يوه جګپوړي امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي ویلي دي، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ٥٠ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) پر خپل ټوېټر خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې برید مسوولیت په منلو سره ویلي، چې دغه برید له موټربمه په ګټنې او په سپکو او درنو وسلو سمبال د دې ډلې د څو جنګیالیو له خوا شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې کابل کې د دغه هیواد د سفارت قونسلګرۍ مخې ته «یوه نامعلوم شر اچوونکي سړي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.».
د کابل امنیه قومندانۍ د پرون ورځې په پای کې وویل، چې د پل سوخته په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
طالب ځواکونه د محمد علي جناح روعتون مخې هم ځای پرځای شوي چې د چاوندنې ځای سره نږدې دی. ويل کيږي چې يو شمېر مړي او ټپيان دغه روغتون ته وړل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، چاودنې د هندوانو یوه عبادتځای مخې ته شوي دي. یو شمیر نا تایید شوي راپورونه څرګندوي چې په «درمسال» کې هندوان په نښه شوي دي.