د بشري حقونو د څار څېړونکې زیاته کړې، چې د طالبانو ټول قوانین د افغانانو اساسي بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په جدي توګه محدودوي.
د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او اندونیزیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان اتباع سړکونو ته راوتلي دي. دوی شعارونه ورکوي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ.»
دوی «زپښتون هزاره یم او د خپلو هیوادوالو غچ به اخلم»، «هزاره ورو مې ته وژنې زه پښتون به یې غچ اخلم»، او «د کاج بې ګناه قربانیانو وینه نه بښو» شعارونه ورکول.
حیدر بار نن دوشنبه (۱۱ د تلې) په یوه ټویټ کې لیکلي: «کله چې محصلانې د چپ پاتې کیدو په موخه په خپلو لیلیو کې بندوئ، دا د دې ښودنه کوي چې څومره د ښځو له غږ ویریږئ.»
طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلانې د لاريونونو د مخنيوي په خاطر په ليليه او درسي خونو کې بندې کړې وې. ټاکل شوې وه چې دغه لاريون نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) سهار نهه ۹:۰۰ بجې ترسره شي.
د کابل یو شمېر اوسیدونکو د هزاره ګانو د وژنو خلاف د نړیوالو احتجاجونو په ملتیا د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» شعارونه په لاس کې نیولي دي.
ډهلي کې میشت افغان محمد زمان سیرت وایي، چې ټاکل شوې وه دوی نن (پنجشنبه، ۱۴ د تلې) لاریون وکړي؛ خو هندي پولیسو د دې مظاهرې اجازه لیک لغوه کړ او لس تنه مظاهره کوونکي یې نیولي دي.
دغه راز د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشت یو شمېر افغانانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز د برید د قربانیانو په یاد کې د افغانستان سفارت مخې ته شمعې بلې کړې.
کندهار کې د قران کريم د ختم تنظیموونکي عبدالصمد اطلاعات روز ته وويل، د دې کار څخه يې هدف دا دی چې د هيواد هزاره وګړي ځان يوازې احساس نکړي او پوه شي چي د کندهار اوسېدونکي يې ترڅنګ ولاړ دي.
یوناما نن سهار (دوشنبه، ۱۱ د تلې) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی.