د پکتيا او خوست اوسېدونکي په رامنځته شوې پېښه خواشيني څرګندوي او د طالبانو له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د هزاره وګړو د ژوند خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
دغه راز د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشت یو شمېر افغانانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز د برید د قربانیانو په یاد کې د افغانستان سفارت مخې ته شمعې بلې کړې.
د بشري حقونو د څار څېړونکې زیاته کړې، چې د طالبانو ټول قوانین د افغانانو اساسي بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په جدي توګه محدودوي.
د کابل یو شمېر اوسیدونکو د هزاره ګانو د وژنو خلاف د نړیوالو احتجاجونو په ملتیا د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» شعارونه په لاس کې نیولي دي.
دوی «زپښتون هزاره یم او د خپلو هیوادوالو غچ به اخلم»، «هزاره ورو مې ته وژنې زه پښتون به یې غچ اخلم»، او «د کاج بې ګناه قربانیانو وینه نه بښو» شعارونه ورکول.
کندهار کې د قران کريم د ختم تنظیموونکي عبدالصمد اطلاعات روز ته وويل، د دې کار څخه يې هدف دا دی چې د هيواد هزاره وګړي ځان يوازې احساس نکړي او پوه شي چي د کندهار اوسېدونکي يې ترڅنګ ولاړ دي.
د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او اندونیزیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان اتباع سړکونو ته راوتلي دي. دوی شعارونه ورکوي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ.»
د هرات پوهنتون مخې ته په یوې راټولیدنه کې د «تعلیم او امنیت»، «مه وېرېږئ، مه ویریږئ، موږ ټول له یوبل سره یو» او « پورته شه، پاڅون وکړ، جهالت پای ته ورسوه» شعارونه ورکول.
یوناما نن سهار (دوشنبه، ۱۱ د تلې) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی.
طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلانې د لاريونونو د مخنيوي په خاطر په ليليه او درسي خونو کې بندې کړې وې. ټاکل شوې وه چې دغه لاريون نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) سهار نهه ۹:۰۰ بجې ترسره شي.