اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د افغان ښځو او...
په ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زینب وایي، له یو نیم کال ډیر وخت کیږي چې له زده کړو بې برخې شوې او لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
دوی په دې اعلاميه کې د نړۍ له ټولو هيوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم دې، د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو د بنديزونو د ختمولو لپاره له خپله نفوذه کار واخلي.
د اغلې بار په وينا، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم دې ته ورته ژمنې کړې وې خو عمل يې پرې ونه کړ.
معلولین وایي، د موسېساتو د فعالیتونو له ځنډېدو او د اړونده نورو دولتي ادارو د نه پاملرنې له وجې یې ژوند ستونزمن شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بښنې د نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي وايي، چې کورنۍ د طالبانو د مجازاتو له وېرې او له شکنجې د خلاصون په خاطر په هره بيه هڅه کوي چې د ښځو د اعتراض مخه ونيسي. کورنيو پر ښځو بنديزونه لګولي او تر طالبانو یې په سخت ډول عملي کوي.
د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس زرکمر وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د UNOPS ادارې د ٤٥٠ ميليون افغانيو په مالي ملاتړ یې د پنځو پراختيايي پروژو چارې پېل کړې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د طالبانو حکومت په افغانستان کې ښځې کار کولو ته پريږدي دوی کولای شي چې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه په ښه ډول وکړي.
د ناروې د کډوالو شورا د عمومي منشي په وينا، په کندهار کې د طالبانو مسوولينو ورته ويلي: «هغه لارښودونه چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کارځای او تحصيل ته بيرته راستنې شي، تقريبا بشپړ شوي دي.»
د سردارو په نوم یوه میرمن وایي، چې خاوند يې څو کاله وړاندې جګړو کې وژل شوی او دا اوس د خپلې څلور کسیزې کورنۍ اړتیاوې له د سبزي پلورلو له لارې پوره کوي.