د امريکا د خزانې وزارت په اعلاميه کې د حنفي په اړه ويل شوي چې دی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزير په توګه کار کوي او د دې وزارت چارواکو د وژنې، انسان تښتونې، دُرو وهنې او ښکنځلو په ګډون د بشري حقونو په نقض کې ګډون کړی دی.
نموړې په يوه ټويټ کې ليکلي، چې زده کړې په حقيقت کې د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده او نجونې او هلکان بايد لاسرسی ورته ولري.
ډیګر په يوه ټويټ کې ليکلي چې «بايد پوه شو چې دا برید څنګه او ولې وشو او د بل بريد مخنيوي لپاره به کوم اقدامات غوره کړای شي.»