د ارزګان لپاره د طالبانو د عامي روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، تېرو دوو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ زور اخیستی چې د ۱۰۰ کسانو ټسټونو کې تر نیمې زیاتې پیښې مثبتې ختلې دي.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د حکومت لوړپوړو چارواکو، د هند سفارت استازو، د ملي شورا استازو او د روغتیا وزارت چارواکو ګډون کړی و، دغه لړۍ په عملي توګه پیل شوه.
د دې وزارت خبرپاڼه کې چې نن (دوشنبه، ۶ د سلواغې) خپره شوې راغلي چې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر بشیر نورمل د نړیوال روغتیایي سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) استازو سره په لیدنه کې د هند جوړو دې واکسینونو پر پلي کېدو خبرې اترې کړې دي.
ډاکټر سیداحمد شاداب وایي، یاد کمپاین د کندهار په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندق (UNCEFF) په تخنیکي همکارۍ او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي لګښت د شلو ورځو لپاره پېل شو.
د کرونا واکسین دغه بسته ۵۰۰ زره دوزه ده چې د هند له خوا افغانستان سره مرسته شوې ده. ټاکل شوې چې په دې شمېر واکسین سره ۲۵۰ زره تنه افغانان واکسین شي.
ښاغلي سمسور دغه راز وویل، د واکسین نړیوال ایتلاف د افغانستان ۲۰ سلنه نفوس ته د کرونا واکسین برابرولو لومړۍ سرچینه ده. د کرونا واکسین د ۲۰۲۲ کال تر پایه په شپږو پړاوونو کې د واکسین نړیوال ایتلاف له لوري افغانستان ته سپارل کیږي.