د خان محمود په نوم کروندګر وایي، چې سږکال يې پخپله ځمکه د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټې بیې له کبله د کوکنارو بديل نه شي کېدلای.
نورستان کې کروندګر هم شکایت کوي، چې طالبان ترې نه یوازې د غنمو عشر غواړي، بلکې په کروندو کې د کرل شویو سبزیجاتو عشر هم غواړي.
تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ارزګان کې یو تن کروندګر وايي، چې سږکال يې د کوکنارو پرځای غنم او نور کرنیز توکي کرلي، خو په خبره یې چې هېله نه لري چې یاد کښتونه دې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
د آسمار ولسوالۍ کروند ګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې کروندو کې کرل شوي فصلونه وچ شوي، چې دې چارې له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
کندهاري کروندګر د غنمو د بیو د راټیټیدو خبره کوي او زیاتوي، چې تېر کال په کندهار کې د یو من غنمو بیه له ۱۳۰ افغانیو څخه نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پوره وه، خو په وینا یې چې سږ کال یې بیه ۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
ارزګان ولایت کې د طالبانو دکرنې رياست مسوولين وايي، چې د نورو کلونو په پرتله دغلته د انځرو باغونه مخ په زیاتیدو دي، چې ورسره سږکال د انځرو په حاصلاتو ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هیواد په سویل کې کندهار، هلمند، ارزګان او زابل یو له هغو ولایتونو څخه وو، چې هر کال په...
هلمند ميشتي کروندګر وايي، که څه هم دوی په خپلو ځمکو په پراخه کچه پنبه کښت کړې، خو په وينا يې چې هيڅ بازار نه لري او دا هېله یې هم له لاسه ورکړې چې سږکال به یې راټول کړی حاصل شوی لګښت پوره کړي.