د دې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چي د تېر کال له تولیداتو ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چي پرته له کڼجاړې نور ټول تولیدات پلورل شوي دي.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
کروندګر ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او وایي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي نو ځکه خو یې کرکېله ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.
د کندهار يوشمېر بزګران وايي، د ملخانو د مخنیوي کمپاينونو ترڅنګ دې ورته د زراعتي افتونو د مخنیوي درمل هم ورکړل شي ترڅو وار د مخه چمتوالی ولري.
یو اجاره دار وایي، چې د کانال ریاست اړوند په شاوخوا څلویښت جریبه ځمکه کې یې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کړې خو په خبره یې اوس یې په کرلو پښیمانه دی.
د لغمان یوه بزګر میرزا ګل چې په دوه جریبه ځمکه یې ممپلي کرلي وایي، چې پدې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو ته د دهقانانو پام زیات شوی.
سږکال کندهار کې زياتو کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم، ګازرې او سبزيجات کرلي خو په ورته وخت کې بزګران د امکاناتو نشتون له کبله د حاصلاتو د کمېدو خبره کوي.
د خان محمود په نوم کروندګر وایي، چې سږکال يې پخپله ځمکه د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټې بیې له کبله د کوکنارو بديل نه شي کېدلای.
ارزګان کې یو تن کروندګر وايي، چې سږکال يې د کوکنارو پرځای غنم او نور کرنیز توکي کرلي، خو په خبره یې چې هېله نه لري چې یاد کښتونه دې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
یو شمیر نور کروندګر بیا خوښ دي چې د کوکنارو پرځای یې ځمکني توتان کرلي، دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوبو په برخه کې دې د دوی ستونزې هوارې کړي.