تر ډېره حده پورې د حجاب پلوو علماوو/افرادو نظرونه د قرآن کريم د سورة الأحزاب او سورة النور له هغو اياتونو اخيستل شوي دي چې د حجاب په اړه په کې خبرې شوې دي.
په افغانستان کې چې هرې ګډوډۍ حکومت بدل کړی دی، لومړی عنصر چې زيات ورسره زيانمن شوی او خلکو دا زيان په سترګو نه دی ليدلی فرهنګ او فرهنګي ميراثونه دي.
طالبان چې هر جنايت کوي، هغه ته ديني رنګ ورکوي. طالبان د هر حکم په ورکړې سره د هغه لپاره ديني دلايل را پيدا کوي او بيا – بيا يې ويلي دي چې د خدای او رسول د قانون پلي کولو لپاره مبارزه کوي
له ښځې سره زموږ تبعيضي چلند زموږ په ټولو ټولنيزو کړو وړو کې شته دی، زموږ فرهنګ لا هم داسې رواجونه او دودونه په ځان کې ساتي چې د ښځې هر ډول بشري او انساني حقونه پکې تروړل کېږي.
هغې لیکلي و: «زه د پارک سینما ته راغلم؛ د دې لپاره چې ښاروال او لومړی مرستیال مو خبرو ته غوږ نه نیسي؛ له نن ورځې د پارک سینما ته ننوځم، نه اوبه څښم، نه ډوډۍ خورم، که د پارک سینما نړوئ ما سره یې یو ځای ویجاړه کړئ.»
د خوست اوسېدونکي د موټرو په ښېښو د ناسمو پیغامونو لیکل د ټولنې لپاره په زيان فرهنګ ګڼي او وايي، که يې مخه و نه نيول شي افغان کلتور ته به زيان ورسوي.
په دې ليکنه کې هغه ځورونې را اخيستل شوي چې د افغانستان ښځې ورسره دا مهال مخ دي او د هر فرد زړه دردوي. دا ښځې د انساني ټولنې برخه دي او د خپلواکو انسانانو په توګه په کورنيو او عامه ټولنه کې مهم رول لري.
تر څو چې موږ د هر انسان پر خپلواکۍ، خپلواکه اراده او ازادۍ باور ونه لرو، ډېره ستونزمنه ده چې ښځه دې زموږ د ټولنيز جبر له زولنو ازاده شي.
د پکتيا خطاطان، رسامان، ميناتوران، انځورګرانو او تابلو جوړوونکي، چې د ودان افغانستان ګوند ولايتي دفتر لخوا د هنرمندانو د ستاينې په يوه پروګرام کې يې خپل اثار او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې، هنر ته د دولت او مسولو ادارو په نه پاملرنه خواشيني دي.