د یو شمیر ناروغانو پایوازان وایي، چې ورځ تر بلې د دوی د ناروغانو حالت په خرابېدو دی او په وینا یې که د تورخم د خلاصېدو په برخه کې اقدام ونه شي ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او دوی مجبور دي د خپلو مشتریانو لپاره یې په ګرانه بیه راونیسي.