عثماني نن (پنجشنبه، ۱۲ د لړم) رسنیو ته ویلي، چې لمسۍ یې څو ورځې وړاندې له خپل کوره نادرکه شوې وه او تېره شپه يې جسد د مرکز اړوند «وزيانو» سيمه کې وموندل شو.
د دغې نجلۍ د کورنۍ غړو ویلي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او د طالبانو له امنیتي ادارو غوښتنه کوي، تر څو یې قاتلین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري.