اغلې ډیکر همدا راز په بشري فعالیتونو کې د ښځو ګډون ضروري ګڼلی او ویلي یې دې چې د هغوی حذفول په افغانستان کې روان کړکېچ ژوروي.
دې امریکايي ډيپلوماټې زیاته کړې چې «د افغانستان د خلګو د ملاتړ په تړاو قوي همغږي» شته.
دې زياته کړې چې له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې واړه اقدامات د لويو بدلونو لامل کېږي.
دې زیاته کړې: «ټولې افغانې ښځې او نجونې د روغتیا او ښه فرصت مستحق دي. دوی د دې وړ دي چې خپل ژوند په عزت سره تېر کړي. نن او یا به بله هره ورځ پر دې حقونو مذاکره نشي کېدلای.»
ډيکر ليکلي: «موږ هره ورځ له دې بنديزونو سره خپل مخالفت ښيو. زه غواړم چې د افغانستان خلګ پوه شي چې په دې لار کې يوازې نه دي او موږ به هيڅکله هم د بدلون راوستلو لپاره له خپلو هڅو پر شا نشو.»