د اسلامي حزب مشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۲ د وري) کابل کې یوې خبری ناستې ته وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه غونډې به یې په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي، وکړي.
ښاغلی حکمتیار وایي، دوی څو ورځې وړاندې حکومت ته خپلې غوښتنې واورولې او د پوره کېدو لپاره یې لس ورځې وخت ورکړ، څو پلمې یې ختمې او د دوی غوښتنې ومني، خو په وینا یې چې د دغو غوښتنو نه عملي کېدو له امله به کابل کې په لوی شمېر مظاهرې پیل او تر ښارونو به یې وغځوي.