د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې یادو څوکیو لپاره ولسي جرګې ته نور نوماندان ور وپېژني.
اجمل احمدي په ښکاره توګه د افغانستان قوانینو ته احترام نه لري. هغه د افغانستان بانک د قانون خلاف کار کوي. د افغانستان بانک د قانون مطابق عامل پلاوی د بانک ټولې چارې مخته بیايي. خو هغه د شپږو میاشتو په تیریدو لا عامل پلاوی نه دی جوړ کړی او په انحصاري او غیر قانوني توګه د بانک چارې په لاس کې لري.