«مقاومت جبهې» ويلي چې د طبيعي سرچينو په اړه هر ډول پرېکړه بايد د قانوني مراجعو او ولسي مشروعيت له خوا وشي.
ښاغلي مسعود نن (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) د مجاهدینو د بري د نهه ویشتمې کلیزې په مناسبت کابل کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ اجازه نه ده ورکړې چې دغه مراسم د لویې جرګې په خېمه کې ترسره شي.
د «مقاومت جبهې» ویلي، چې احمد مسعود د دغې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې د دغو غونډو په دوام او د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به د «مقاومت جبهې» د عالي شورا د جوړولو لپاره اقدام وشي.
مسعود وايي، چې هيوادونه بايد له طالبانو سره په خپلو تعاملاتو کې پوه شي چې د دې ارزښتونو تر پښو لاندې کول، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په اعلاميه کې چې نن سهار (يکشنبه، ۱۲ د ليندۍ) خپره شوې، راغلي چې دا کانفرانس د اتريش د نړيوالو چارو د انسټيټيوټ په کوربتوب کېږي او ګډونوال يې د طالبانو مخالف جريانونه او شخصيتونه دي.
د «عادلې روسيې» د ګوند مشر او د روسيې د فدراسيون د پارلمان مرستيال سرګي ميرونوف او احمد مسعود د دې غونډې ويناوال دي. همدا راز محمد محقق، امرالله صالح، فوزيه کوفي، فضل احمد معنوي، ستاره حسيني، شکريه بارکزۍ او سيد صادق طاها هم د مسکو د غونډې ګډونوال دي.