له ارګه په نننۍ (پنج شنبه، ۲۲لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې فرمان پر بنسټ همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا یې د دې کمېسیون غړي ټاکلي دي.
په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې د کابل پولیتخنیک لیلیې لپاره په را نیوونکو او مصرفوونکو خوراکي توکو، ګازو او د یاد پوهنتون نورو اخیستونکو توکو کې په میلیونونه افغانۍ «غلا او اختلاس» شوی دی.
د پاسپورټ ادارې عمومي رييس عبدالکريم حسيب په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د پاسپورټ د ويش بهير به د راتلونکې اونۍ له چهارشنبې ورځې په ټول هيواد کې پېل شي.
اداري فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسیون له رامنځته کولو درې میاشتې وروسته، دغه کمېسیون توانېدلی چې د خپلو واکونو محوطه کې اته ټاکلي ګامونه واخلي.