د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست نور الدين عزيزي د پاکستان د...
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ پروژې، پر امو سيند د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا د مزي رغول، د وارداتي برېښنا د سيسټم ارزونې لپاره د ازبکستان د تخنيکي ټيم لېږل، زياته وارداتي انرژي جذبول، په افغانستان کې د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونه او د اوبو مديريت د طالب او ازبکستاني چارواکو تر منځ د بحث اصلي موضوعات وو.
د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه غونډه نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې کېږي. د روسيې، چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په دې غونډه کې ګډون کوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې عبداللهيان او سعيداف په افغانستان کې د ټيکاو او سولې د پياوړتيا لپاره د ګاونډيو هيوادونو پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
د سرچينو په وينا، سوګدايانا شرکت له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګريزو او ترانزيټي مالونو د انتقال مسووليت درلود.
د ازبکستان کننيوز ويبپاڼې ليکلي، چې په دې ليدنو کې يادونه شوې چې په افغانستان او ازبکستان کې په اقتصادي برخه کې زيات نوي فرصتونه شته چې له هغو ګټه اخيستل کولای شي متقابله سوداګرۍ څو چنده زياته کړي.
اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خپره شوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ازبکستاني چارواکو دغه...
طالبان: ازبکستان له امو سيند څخه د خپلې حقابې د تأمين په موخه د قوش تیپې کانال بشپړیدو کې همکاري کوي
د ازبکستاني پلاوي مشر عبدالعزيز کاملوف ويلي، چې هيواد يې په نړيوالو فورمونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او تيار دي چې له طالبانو سره په زيربنايي پروژو کې همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د ازبکستان، چين، ايران، پاکستان، روسيې، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د سويل ختيځ زون په لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو کې له ۳۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ، فابریکې او شرکتونه له وارداتي برښنا ګټه پورته کوي.