خوست کې د طالبانو د پوهنې رياست له خوا په اخيستونکې ازموينه کې ۷۰ ښوونکو ګډون نه وو کړی او ځينو ښوونکو له وړاندې نيوکه کړې وه، چې دا د دوی د لېرې کیدو لپاره ترسره کيږي، خو پوهنې رياست وايي، هغه ښوونکي چې ظرفيت يې کم دی د پلان له مخې به ورته سيمينارونه جوړ شي.
اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندي د ازموينو ملي ادارې اعلان کړی دی چې سږ کال د کانکور په...
دا سرچينه زياتوي چې که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ښځينه زده کوونکې به وکولای شي چې د راتلونکي کال په کانکور کې ګډون وکړي او که نه، خو ويل شوي چې فورمونه بايد تر لاسه کړي.
د ازموينو اداره وايي، په دې ازموينه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د ستوماتولوژۍ (د غاښونو طب) او طب پوهنځيو څه باندې اووه زره محصلينو برخه اخيستې وه.
د طالبانو په باور، د ږيرې پرېښودل او د لنګوټې تړل د پيغمبر سنت دي او د ادارو کارمندان يې په رعايتولو مکلف دي.
د پوهنې رياست طالب مسوولينو د دې ازموينې موخه نه دی څرګنده کړې، خو په دغه ولايت کې يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي په دولتي لېسو کې د هغو ښوونکو د ګوښه کېدو لپاره اخيستل کېږي چې له اوسني نظام سره فکري مخالفت لري او يا يې هم د کورنۍ غړو په تېر نظام کې نظامي دندې ترسره کړې وي.
دغه راز د هلمند پوهنتون لپاره د طالبانو رییس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن په خپلو څرګندونو کې وويل، چې تېر حکومت کې د مدرسو دیني عالمان د قانوني اسنادو حقدار نه بلل کیدل.
ټاکل شوې وه چې کندهار کې د طبي شورا په سږنۍ ازموينه کې د نارینه فارغینو ترڅنګه نږدې ۲۰۰ ښځينه قابلو او نرسانو ګډون کړی وی، خو د طالبانو له لوري ورته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو تر مديريت لاندې د ازموينې ادارې په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دا اداره د طبي شورا د ازموينې په پلانولو کې لاس نه لري او د دې شورا له پلان سره سم ازموينه اخلي.
د یوه ولايت د معارف له رياست څخه سرچينې وايي، چې سږ کال د کانکو لپاره يوازې د دولسم ټولګي د فارغو هلکانو نوملړ غوښتل شوی دی.