په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لنډمهاله حکومت د نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د پوځي یرغل په مداخله په داسې وخت کې رامنځته شو، چې د طالبانو ظالمانه رژیم تازه نسکور شوی و او دغه هېواد د لسیزو جګړو او سیاسي شخړو وروسته نسبي ارامي تجربه کوله.
په اوسني وخت کې د اساسي قانون له هرې مادې ګڼ شمېر تفسیرونه او برداشتونه شته، چې د لیکنې د اوږدېدو له کبله پر ټولو له غږېدو ډډه کوم او یوازې یو څو مواردو ته اشاره کوم.