د کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان ملا شرافت وايي، دغه کوچي له ارزګان ولايت څخه د خاکریز ولسوالۍ «سرې ګاو» سيمې څړ ځای ته پسونه راوستي وو، چې هاوان زړه مرمۍ پرې چاودلې او ژوبل کړی یې دی.
ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، نن ددغه ولایت چوره ولسوالۍ په بازار سیمه کې د زړې هاوان مرمۍ چاونې له امله یو ماشوم سخت ټپي شوی دی.