د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې د يوه هزاره مشر له خولې ويل شوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ارزګان په يوه کلي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه هزاره اوسېدونکي په دې موخه وژل شوي چې هغوی له خپلو ځمکو او کورونو څخه وشړل شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت دې چارواکي همدا راز د افغانستان د «اوسني سخت وضعيت له مسوولو» هيوادونو غوښتي چې د دې وضعيت په تړاو دې خپل مسووليتونه په جدي توګه ترسره کړي.
مکنزي ويلي چې که متحده ايالاتو او متحدينو يې يو شمېر ځواکونه په افغانستان کې ساتلای او هلته يې خپله نظامي جګړه اوږده کړې وای، «هر څه به متفاوت و ... زه فکر کوم چې د اوس په پرتله به خوندي وای».
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ويلي، چې دا سازمان په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د فعاليتونو د دوام غوښتونکی دی او په دې لړ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ترينګلتياوې په داسې مهال مخ په زياتېدو دي، چې له کرښې پورې غاړه خيبر پښتونخوا او ځينو نورو سيمو کې د وسله والو مخالفو ډلو له خوا بريدونو زور اخيستی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي: «د ځمکې د مور په ورځ، راځئ چې خپل ځانته یادونه وکړو چې افغانستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د معاونت دفتر د ماين او له جګړې د پاتې ناچاوده توکو د خطرونو په تړاو د پوهاوي زياتېدو او په دې هيواد کې د ماين پاکۍ د کار د ملاتړ لپاره د اتحاد غوښتنه کړې.
اوچا زیاته کړې، چې د مارچ پر ۲۱مه او له ۲۶مې څخه تر ۲۷مې پورې د سختو بارانونو له کبله اووه تنه مړه شوي او ۳۸۴ کورونه زيانمن شوي دي.
د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته پکن هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپل تعامل او اړيکې کچه زياته کړي او تر اوسه يې د وزارت په کچه د طالبانو د لوړپوړو پلاوو کوربتوب کړی دی.
اسټرالوي کرکټ بورډ زياته کړې، چې دوی د کرکټ له نړيوالې شورا او د افغانستان له کرکټ بورډ سره له نږدې کار کوي، تر څو داسې اقدامات وشي چې په راتلونکي کې دوه اړخيزې لوبې ترسره شي.