ښځه نه يوازې دا چې د خپل ځان په اړه واک نه لري، له دې سره – سره له ځينو هغو حقونو هم بې برخې ده چې په عرفي او کلتوري توګه پرې اعتراف کېږي.
له ښځې سره زموږ تبعيضي چلند زموږ په ټولو ټولنيزو کړو وړو کې شته دی، زموږ فرهنګ لا هم داسې رواجونه او دودونه په ځان کې ساتي چې د ښځې هر ډول بشري او انساني حقونه پکې تروړل کېږي.
نن د افغانستان بااستعداده نجونې او ښځې د خپل ژوند له تر ټولو بنسټيزو حقونو محرومې د کورونو په څلورو ديوالونو کې بندې دي. لومړۍ ګناه يې داده چې ښځې دي .